د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له سفیر سره د دوه اړخیزه هوکړه لیک عملي او پلي کولو په تړاو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له سفیر ښاغلي عیسی سالم محمد الظاهري، سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، انرژۍ، کلتور، لوبو او نورو برخو کې د هغو هوکړه لیکونو د عملي کولو په موخه چې د جلالتماب ولسمشر د وروستي سفر پر مهال لاسلیک شوي وو متحده عربي اماراتو ته د افغانستان تخنیکي ټیم په سفر، همدا شان د زعفرانو او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول کرنیزو توکو په پیر، په افغانستان کې د یاد هیواد د سوداګرو په پانګونې، دوه اړخیزه ګمرکي همکاریو، د حاجیانو لېږدولو په برخه کې د دواړو لوریو د هوایي شرکتونو په ګډې همکارۍ، د متحده عربي اماراتو په موزیم کې د افغانستان لرغونو اثارو په نندارې او نورو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
