د مالیې وزارت سرپرست د اغاخان پراختیایي بنسټ شبکې له سفیرې سره د پېژندنې ناسته وکړه
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په کابل کې د اغاخان پراختیایي بنسټ شبکې له سفیرې شهرزاد ایرجي، سره د دې شبکې د تخنیکي ډلې په شتون کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دې بنسټ په پراختیایي پروژو، بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې پروژې چې د نوموړي بنسټ له لوري پلي کېږي، له افغانستان سره د یاد بنسټ په راتلونکو همکاریو او ځینو نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان لپاره د دې بنسټ له مرستو مننه وکړه او دواړو لوریو په لا نورو همکاریو ټینګار وکړ.
