د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید وینا

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۵:۲۰

ملت ته د مالیې وزارت د کلني حساب ورکړي خبري کنفرانس ته؛

اعوذ بالله من الشطان الرجیم ـ بسم الله الرحمن الرحیم ـ إِنَّ اللَّهَ يَأمُرُكُم أَن تُؤَدُّوا الأَماناتِ إِلىٰ أَهلِها وَإِذا حَكَمتُم بَينَ النّاسِ أَن تَحكُموا بِالعَدلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كانَ سَميعًا بَصيرًا. (سورت النساء: ایت، ۵۸)

درنو حاضرینو!  مېلمنو، د رسنیو استازو او قدرمن ملته!

  السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

خوښ یم چي په دې غونډه کي د ګمرکاتو د لوی ریاست په استازيتوب تاسو ته د ګمرکاتو معلومات شریکوم. د ګمرکاتو لوی ریاست د دولت هغه مهمه اداره ده، چي د عوایدو جمع کېدل او د سوداګریزو توکو د اسانتیاوو برابرول ورپوري اړه لري. د ګمرکاتو لوی ریاست په داخل کي ۶ ریاستونه، په ګمرکاتو کي ۱۲ عمومي ریاستونه، یو آمریت او دوه عمومي مدیریتونه لري، چي ۲۴۵۵ کارمندان او ۱۵۰۰ شاوخوا څخه زیات امنیتي قطعه لري. په تېر یوه کال کي د ګمرکاتو لوی ریاست ډېرې لاسته راوړني لري، چي ځیني مهمي یې په لاندي ډول درسره شریکوم:

۱ـ د اداري سهولت ترڅنګ له فساد سره جدي مبارزه، په اداره کي هغه اشخاص چي فساد ته یې لمن وهله ګوښه او پرځای یې وړ، امین، مسلکي، دین او وطن ته ژمن کسان مقرر سوي؛

۲ـ شفافیت، د قاچاق د مخنیوی لپاره جدي مبارزه او په عوایدو کي زیاتوالی راغلی؛

۳ـ  ۵۰۰ نوي رسمي کارمندانو مقرر سوي دي؛

۴ـ  زیاتو کوډونه مو له منځه وړي، د ترانزیټ موده مو له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته غځولې؛

۵ـ د مشرتابه د هدایت پر اساس مو د سلګونو اجناسو په مصارفو کي تخفیف خاصتاً په اولیه موادو کي راوستلی دئ؛

۶ـ په هفته کي د ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره اداري مجالس جوړوو؛

۷ـ ځیني ګمرکونو مو د لاښه سهولت لپاره سرحداتو ته انتقال کړي دي؛

۸ـ په طی مراحلو کي مو تازه میوې او ترکاریو ته لومړیتوب ورکړی دئ؛

۹ـ پر صادراتو ۲٪ فیصده مالیه معاف سوې ده؛

۱۰ـ ټولو ګمرکاتو ته مو هیئتان لېږلي؛ ترڅو له ګمرکونو څخه جدي څېړنه او ارزونه وکړي او راپور یې وخت پر وخت له مرکز سره شریک کړي؛

۱۱ـ له ټولو ګمرکونو ورځنی، هفته وار، ماه وار او ربع وار راپور اخیستل کيږي، تر څو ستونزو او مشکلاتو ته ئې رسیدګي وسي  او د پرمختګ لپاره يې لازمي اسانتیاوي برابرسي؛

۱۲ـ عواید مو مکمل کمپیوټري (ډیجیټلي) کړي؛

۱۳ـ په ګمرکونو کي د ګرځنده مراقبت یوه مهمه اداره ده د قاچاقو د مخنیوي لپاره جدي فعالیت کوي؛

۱۴ـ د ګمرکونو لوی ریاست په تېر یوه کال کي ۸۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، چي شاوخوا په پنځه میاشتو کي تقریباً ۴۱ میلیارده عواید راټول سوي. که د تېر جمهوریت له وخت سره یې پرتله کړو، هغو په دومره وخت کي ۲۶ میلیارده افغانۍ ټولي کړي. کوم هدف چي موږ ته تعیین سوی وو، له هغه موږ زیات عواید راټول کړي، که د تېر جمهوریت سره مقایسه سي ۱۰٪ زیاتوالی ښيي؛

۱۵ـ په صادراتو کي مو ډېر سهولتونه ایجاد کړي، چي پر صادراتو یې ښه اغیزه کړې، د تېر جمهوریت په پنځو میاشتو کي ۱۸ میلیارډه افغانۍ د صادراتو ارزښت وو؛ مګر د اسلامي امارت په ۵ میاشتو کي ۵۲ میلیارډه افغانۍ صادراتو ارزښت پیدا کړ، چي تېر په پرتله زیات توپیر سره لري؛

۱۶ـ د تېر نظام په یوه کال کي ۱۷۷میلیارده افغانیو په ارزښت واردات وو؛ مګر اوسمهال دغه کچه ۲۲۲میلیارده افغانۍ سوې؛

۱۷ـ د صادراتو محمولې د تېر نظام په یوه کال کي ۶۲۲۹۴ محمولې وې؛ مګر د امارت په یو کلن دور کي دغه کچه ۱۸۳۸۸۴ محمولې ته رسېږي؛

۱۸ـ د ترانزیټ په برخه کي د تېر نظام په یوه کال کي ۱۵۵۷۴ موټره ترانزیټ درلود، چي اوسمهال دغه کچه په تېر یوه کال کي ۵۶۹۶۴ ته رسېږي.؛

د تېر په پرتله تجارت مو ورځ تربلي زیاتېږي، موږ به نور هم پوره هڅه او کوشش کوو، چي په عوایدو کي زیاتوالی راوړو او سوداګرو ته لدې هم ښه سهولتونه ایجاد کړو.

ومن لله التوفق

په درنښت

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .