د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مشرتابه د چاپېریال ساتني ملي ادارې له مسئولینو سره وکتل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شیر محمد مشفق، د غیر مالياتي عوایدو رئیس امان الله امین او اړوند آمرینو په حضور کي، د چاپیریال ساتني ملي ادارې له رئیس حافظ عزیزالرحمن او د دغي ادارې له یو شمېر مسئولینو سره د عوایدو د زیاتوالي او د ضايعاتو د مخنيوي په موخه ليدنه وکړه.
په دې غونډه کي پرېکړه وسوه، چي له دواړو اړخونو څخه دي یو ګډ تخنیکي ټیم رامنځته سي؛ ترڅو د عوایدو د زیاتوالي طرحي د تطبیق پروپوزل، د عوایدو د ضایع کېدو ساحې په ګوته او ستونزي ئې له منځه یوسي او د چاپېریال ساتني ملي ادارې د خوندي اسنادو معیاري کولو په برخه کي همکاري ترسره کړي.
