د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۵۷
خبر

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ د دغه وزارت په خیبرهال کې ترسره شوه.

په دغې ناسته کې، چې د مالیې وزارت د پالیسې معین نذیر کبیري، د عوایدو او ګمرکونو معین عالم شاه ابراهیمي او ځينو نورو رئیسانو شتون درلود، د مالیې وزارت پالیسۍ معین نذیر کبیري، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) درویشتمې ناستې د بریالۍ ترسره کېدنې په اړه مفصل ګزارش وړاندې او د نړیوالې ټولنې او ډونر هېوادونو د ژمنو ډاډ ورکړ، ورپسې ځینو نورو مسولینو هم د خپلو کړنو اړین توضیحات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د ګډونوالو غړو کاري ګزارش واورېده او په بودیجه کې له راغلو بدلونونو یې معلومات ترلاسه کړل، همدارنګه د چارو په ترسراوي کې یې د دوی له هڅو مننه وکړه او په ورستیو کې ناسته ته د راغلو غړو او کارکوونکو د ور سپارل شویو چارو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

خبر

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS