د مالیې وزارت د درېیم او څلورم ۷۷ بستونو شارټ لسټ پیل شو
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په ګډه همکارۍ د لړم میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت د درېیم او څلورمو ۷۷ بستونو شارټ لسټ پیل شو.
دغه بستونه چې لا له وړاندي اعلان ته سپارل شوي وو، د نوم لیکنې پروسه یې د لړم میاشتې په ۸ مه نېټه پای ته ورسېده. د مالیې وزارت درېیم او څلورم بستونو ته له اتو زرو زیاتو کسانو فورمونه ترلاسه کړي او د فورم له ډکولو وروسته یې مالیې وزارت ته سپارلي دي.
د شارټ لسټ پروسې له ختمېدو وروسته به د ازموینې اخیستو نېټه د مالیې وزارت د ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو له لارې خپره شي.
د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت مشرتابه د لا زیاتو اصلاحاتو او کار د کار اهل ته سپارلو ته ژمن دی، څو د مالیې وزارت ټول بستونه په تدریجي ډول اعلان ته وسپاري.
