د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست اداري او معلوماتي سیسټم نوی رئیس معرفي سو
د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي توګه د مالیې وزارت رهبري هڅه کوي، چي د کاري بهیر لاغوره والي په موخه ځینو ریاستونو ته نوي رئیسان ور وپېژني.
له همدې کبله د مالیې وزارت د مشرتابه له هدایت او (۱۴۱۵) ګڼې حکم پر بنسټ د کندهار پوهنتون استاد ښاغلی ستارالدین معتصم، چي کمپیوټر ساینس په برخه کي ئې په (COMSATS University) پوهنتون کي تر ماسټرۍ زده کړي کړي د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست د مالي او اداري سیسټم د نوي رئیس په توګه وګمارل سو.
د یادوني ده، چي د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت ژمن دئ، چې د یوې مسلکي ادارې او غوره خدمت په موخه تخصصي او وړ کسان وګماري.
