د مالیې وزارت او د ازموینو ملي ادارې ترمنځ د ازموینو اخیستلو هوکړه لیک لاسلیک سو!

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۳:۳۹
..............

 

د مالیې وزارت له لوري د مسلکي اشخاصو د ګمارني، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ازموینو په پروسه کي د بشپړې روڼتیا او عدالت د رامنځته کولو او د یوې تل پاتي مسلکي ادارې د جووړلو په موخه؛ د دغه وزارت په بیلابیلو بستونو کي د ګمارنو لپاره د ټولو ازموینو د اخیستلو هوکړه لیک، د ازموینو له ملي ادارې سره لاسلیک سو.
د رڼو او مسلکي ازموینو د اخیستلو له دغه هوکړه لیک سره به، له دې وروسته په مالیې وزارت کي د ګمارنو ټولي ازمویني د یادې ادارې له لوري په معیاري، مسلکي او ښه ډول سره اخیستل کیږي.
د یادوني وړ ده، چي د ریاست الوزرا د عالي مقام له حکم سره سم، د ازموینو په پروسه کي د روڼتیا او دقت په موخه، ټولي دولتي ادارې باید د ګمارنو اړوند ټولي ازمویني د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ سره ترسره کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS