د مالیې نوماند وزیر او سرپرست: د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته دي پراخ کاري چاپېریال رامنځته شي

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غویي میاشتې په ۴ مه نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي لعل اریوبي، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د یوه خاص میکانیزم له لارې په کابل او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو د کورنیو په کره تشخیص، حقدار ته د حق سپارلو په موخه د هغوی کره سندونو په کتنه او خیالي سندونو په له منځه وړلو، د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د اقتصادي او مالي وضعیت ښه کېدو لپاره په منظم پلان، د معلولینو په بایومیټریک کېدو، د دولت له لوري دوی ته د حق ورکولو په روڼتیا، په دولتي ادارو کې د معلولو کارکوونکو په ګمارلو، هغوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې وزارت، شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او مرکزي سر شمېرنې ادارې تخنیکي همکاران دي د کره تشخیص او بودیجې په میکانیزم او نورو اړخونو باندې په ګډه کار وکړي