د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو رئیسانو د خپلمنځي همغږۍ په موخه سره کتلي

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۱۷
.............

د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست په غوښتنه د ښې همغږۍ، تجروبو شریکولو او د دوامداره مسلکي او کاري همکاریو د رامنځته کولو په موخه د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو ریاستونو ترمنځ د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس الحاج ملا عبدالهادي ابرار او د دې ریاست اړوندو رئیسانو او د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس پاسوال مفتي محمد سالم عبرت په ګډه مشرۍ او د دغه ریاست د رئیسانو په ګډون لومړنۍ ناسته د ملي بودیجې لوی ریاست په کنفرانس خونه کي وسوه.
په دې ناسته کي د کورنيو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د یو شمېر دوه اړخیزه موضوعاتو د بحث ترڅنګ د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني له لوی ریاست څخه وغوښتل، چي د کارکوونکو د مسلکي روزني او ظرفیت لوړوني په برخه او همدارنګه د چارو د اصلاح په موخه د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست سره هراړخیزه همکاري وکړي.
د یادي ناستي په پای کي پرېکړه وسوه، چي راتلونکې غونډه به د کورنیو چارو، مالیې او ملي دفاع وزارتونو د کورنۍ پلټني مسئولینو ترمنځ وسي او د کاري کمېټو په رامنځته کولو سره به د یادو مواردو د عملي لارو چارو له پاره اړین ګامونه پورته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS