د مالیې او پوهنې وزارتونو ترمنځ د کړنو او عامه مالي اصلاحاتو ښه پلي کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ د زمري میاشتې په ۱۵ مه نېټه د پوهنې وزارت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسبحان روف سره د کړنو او عامه مالي اصلاحاتو ښه پلي کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په دې مراسمو کې د مالیې او پوهنې وزارتونو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل، چې مالي ثبات د افغانستان حکومت لومړیتوب دی، چې هغو ته د لاسرسي لپاره په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني په نوښت د مالي کړنو ښه کولو پروګرام د مالي خطرونو او د مالي مدیریت د سیستم پراختیا د ارزونې پر بنسټ رامنځته شو.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، چې د دې هوکړه لیک موخه د پوهني په وزارت کې د کړنو او عامه مالي اصلاحاتو پروګرام پلي کولو لپاره د دواړو اړخونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او پراختیا، د کورنیو او بهرنیو شریکانو په کړنو کې د لا روڼتیا لپاره د نظارتي میکانیزم رامنځته کول، د حساب ورکولو او کړنو ښه والي لپاره د ودې لرونکي او پایداره اقتصاد رامنځته کول، د افغانستان د کړنو مدیریت معلوماتي سیستم له لارې د واحد پلان جوړونې او واحد حساب ورکولو میکانیزم دودول، د ښو کړنو له مخې د مکافاتو رامنځته کول، د اصلاحاتو پلي کیدو لپاره د سرچینو پیدا کول او د عامه مالي اصلاحاتو پلي پر وړاندې د فردي او ګډو مسؤلیتونو تنظیم ده.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسبحان روف د مالیې له وزارت سره په ملتیا په ټاکلي موده کې د عامه مالي مدیریت د اصلاحاتو په پروګرام کې د حساب ورکړې او په لګښتونو کې د روڼتیا راوستو ژمنه وکړه.
د یادونې وړده، چې د کړنو او عامه مالي اصلاحاتو پروګرام، بودیجوي، د غوره موثرو، مثمرو او عامه خدمتونووړاندي کول، د ستراتېژيکو او پایداره سرچینو خوندیتوب، د مالي انضباط پیاوړتیا او څلورو لومړیتوب لرونکو اهدافو ته لاسرسی، د پراختیایي اقتصاد جوړول، د ښو کړنو او حکومتولۍ له لارې ښه حساب ورکړه، په کړنو کې د روڼتیا او نورو ورته مسایلو موخې تعقیبوي.
