د مالي جرایمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ غونډه ترسره سوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۹:۳۵
خبر

د مالیې وزارت له لوري پر سوداګرو او صنعت کارانو د ټولو مالي جرایمو د معافیت غونډه چي موخه یې سوداګرو او صنعتکارانو څخه ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو برابرول دي د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کي ترسره سوه

په دغه غونډه کي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، د یاد وزارت اداري مرستیال مولوي حمد الله زاهد، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مهمند، د افغانستان د صنایعو او کانونو خوني رئیس شیرباز کمین زاده، ملي سوداګر حاجي بشر نورزی او د یادو وزارتونو یو شمیر رئیسانو او ملي سوداګرو ګډون کړی وو.

په پیل کي د مالیې وزیر خبري وکړې سوداګر او صنعتکاران یې د هیواد د اقتصاد اتلان یاد کړل، وې ویل، چي سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کي به خپل مسؤلیتونه ادا کوي، چي نننۍ د جرایمو د معافیت غونډه یې ښه بیلګه ده. ښاغلي بدري وویل، چي له سوداګرو سره به په مشورو د دوي ستونزو ته رسېدنه کوي او په ګډه به د هیواد د اقتصاد لپاره کار کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: همدا مالیات دي، چي ملي بودیجه تمویلوي، نو اړینه ده، تر څو مالیات په رڼه توګه راټول سي او په دې برخه کي سوداګر له فشار سره مخ نه سي نوموړي زیاته کړه؛ سره له دې چي د سوداګرو پرمخ ټولي دروازې خلاصي دي، امنیت یې خوندي دی، خو بیا هم د دوی لپاره لا ډیرو اسانتیاوو برابرولو اړتیا ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر سوداګرو او صنعتکارنو د مالیاتي جرایمو د معافیت له امله د مالیې وزارت د رهبرۍ له هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د مالیاتي جرایمو معافیت د قانون د پلي کولو لپاره نه دئ، بلکي د سوداګرو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه دئ؛ نو مالیه ورکوونکي هم باید خپله مالیه پر ټاکل سوي وخت په سمه توګه ورکړي.

د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید وویل: خوښ یم چي د هغو سوداګرو د هڅوني په غونډه کي برخه لرم، کوم چي مالیه یې په خپل وخت تحویل کړې ده. نوموړي زیاته کړه، د سوداګرو لپاره مو لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي او سوداګر وغواړي نو دوی به ورته کاري موده تر ۲۴ساعتونو هم وغځوي. ښاغلي سعید همدا راز وویل: کومې جریمې چي له سوداګرو څخه په ګمرکونو کي اخیستل سوي، د مستوفیتونو په امانت حساب کي ټولي سوي. دا چي اوس جریمې معاف دي له اصولو سره به بیرته سوداګرو ته ورکړل سي.

د عوایدو لوی ریاست کفیل او عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج وویل، چي ټول مالیاتي جرایم مو معاف کړي، نو دغه معافیت باید ددې وسیله سي، تر څو ټول مالیه ورکوونکي مالیه پر خپل وخت ورکړي او ورسره د سوداګرۍ د ودي اړین فرصتونه برابر سي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي افغانستان د نړۍ په کچه یواځیني هیواد یاد کړ، چي د سوداګرو د اسانتیاوو په موخه یې ټول مالیاتي جرایم معاف کړل. نوموړي زیاته کړه، چي مالیات ولس ته د خدمتونو په موخه اخیستل کیږي او د همدې کمو مالیاتو په وسیله د هیواد اقتصادي خوځښت غښتلی کیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې  خونې مرستیال یونس مهمند او د افغانستان د صنایعو او کانونو خوني رئیس شیرباز کمین زاده هم مالیه د یو هيواد لپاره خورا مهمه وګڼله او د افغانستان اسلامي امارت د قدرمنو مشرانو له لوري د مالیاتي جرایمو معاف کول ستر او ستاینې وړ ګام وباله او ډاډ یې څرګند کړ، چي د هيواد ټول سوداګر د مالیې د ورکړي په برخه کي بشپړ همکار دي.   

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر متقي هم خوښي څرګنده کړه او وې ویل چي په هیواد کي د پانکوني لپاره اړین شرایط برابر سوي او سوداګر باید له دغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي همدا راز ښاغلي متقي پر صنعت کارانو او سوداګرو د جرایمو د معافیت له امله له مالیې وزارت څخه مننه وکړه او دغه پرېکړه یې د سوداګرو د هڅوني په موخه نېک ګام وباله.

د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمد الله زاهد د اسلام مبارک دین له نظره د رښتیني سوداګر ارزښت بیانولو تر څنګ وویل، چي اسلامي امارت په ځانګړي ډول د مالیې وزارت د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او هڅوني په موخه لازمي هڅي کړي، چي د مالیاتي جرایمو معافیت او په ارګ کي ددې غونډي جوړول ددې هڅو ښکارندویي کوي. 

د چارو ادارې لوي رئیس شیخ نورالحق انور د ملي سوداګرو او صنعت کارانو څخه ملاتړ د اسلامي امارت لوی مسؤلیت وګڼه او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرول یې د دولت مکلفیت وبلل. 

خبر

د غونډي په پای کي ځینو خصوصي شرکتونو ته د اصولي فعالیتونو او پر وخت د مالیې د ورکړي له امله د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو له لوري ستاینلیکونه ورکړل سول او غونډه د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند له لوري د خیر دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، چي د مستوفیتونو د چارو د ارزوني ترڅنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د ډنډپټان په ګمرک کي د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!


د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت ډنډ پټان په ګمرک کي د (۹۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او. . .

BACK TO NEWS