د ماليې وزارت مالي مرستيال له اړوندو ادارو سره د ټاپي پروژې په مالي مسايلو خبرې وکړې
د ټاپي پروژې مقدماتي ناسته نن د زمري میاشتې په ۷ مه نېټه، د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، کانونو، ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو، د افغانستان بانک، د افغان ګاز شرکت او د اسیایي پراختیایي بانک استازو په ګډون د ويډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه. یاده ناسته چې د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي د ټاپي پروژې د ستونزو په حل لارو، د دې پروژې په پلي کېدو ، مالي او امنيتي مسایلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
