د فراه او کندهار په ولایتونو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۳:۲۲
..........


د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو د فراه او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.
په نیول سوو توکو کي(۲۸۰۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۹۸۹) کیلو ګرامه رُب، (۴۳۴) کیلو ګرامه مکروني، (۸۰۵) کیلو ګرامه وچ ګشنیز،(۳۲۰۰) دانې خالي بوجۍ او (۲۰۴) کیلو ګرامه چاکلېټ شامل دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یي هیواد ته راوړي.
په دې تړاو نیول سوي تورن کسان، د نورو څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني ځیرک کارکوونکي په ټول هیواد کي په دوامداره توګه فعالیت کوي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي، چي قاچاقي او ممنوعه توکي له هیواد څخه صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS