د فاریاب مستوفیت عواید دوه دېرش سلنه زیات سوي
د افغانستان اسلامي امارت له فتحي وروسته د فاریاب ولایت په ټولو ولسوالیو او مرکز کي بشپړ امنیت ټینګ سو، چي په پایله کي یې د اشخاصو له ګډوډۍ پرته مالیاتي او غیر مالیاتي عواید په سمه توګه تثبیت سول. د افغانستان بانک له پروسیجر سره سم د مالیه ورکونکو له لاري عواید په فزیکي او راڼه ډول د دولت واحد حساب ته سپارل کیږي او د مالیه ورکوونکو د هڅوني په موخه په ځینو مالیاتي څانګو کي مالیه ورکوونکي د جریمې له ورکړي معاف سوي دي او په ځانګړې توګه د اصنافو د مالیې برخه په ۱۴۰۱ کي د فیصدۍ په تخفیف سره جریان لري، چي مالیه ورکوونکي له دغه تخفیف څخه راضي او د مالیې ورکړي ته لېواله دي.
دغه مستوفیت د تحصیل د محترمو پلټونکو د هدایت سره سم د اداراتو د ارزښت لرونکو اسنادو له درکه (۱۵۰۰۰۰۰) افغانۍ د دولت وارداتو ته سپارلې دي. د اسلامي امارت له واکمنېدو وړاندي په ۱۴۰۰ل کال کي شاوخوا (۱۷۳۲۸۵۵۲۵) افغانۍ عواید راټول سوي وو؛ خو لله الحمد د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د ۱۴۰۰ل کال حوت میاشتې تر وروستیو (۲۲۸۹۹۵۲۶۹) افغانۍ عواید را ټول او دولت ته سپارل سوي.
دغه مستوفیت ۳۴۷۳ اصناف تثبیت کړي او همدا راز د تېر کال په پرتله یې د عوایدو توپیر (۵۵۷۰۹۷۷۱) افغانۍ ګڼل کېږي، چي (۳۲٪) زیاتوالی ښيي.
په همدې ترتیب د فاریاب ولایت د مستوفیت عواید په ورځني ډول ۱میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ او په کلني ډول (۶۵۰) میلیونه افغانۍ راټولېږي. دغه مستوفیت همدارنګه له (افمس، سیکتاس، آر ام آي اس او آرشیف) سیسټمونو څخه کار اخلي.
د فاریاب ولایت مستوفیت د هغي ژمني له مخي چي له اسلامي امارت سره یې کړې ده، د ملي عوایدو په راټولو کي به وروستۍ هڅي کوي او د هېواد ځانبسیایني ته به د زړه له تله کار کوي.
