د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د کانونو او صنایع خوني له استازو سره وکتل!
د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل او د عوایدو لوی ریاست رئیس الحاج شیر محمد «مشفق» د عوایدو د بررسۍ ریاست رئیس خان محمد «ذاکر» او د مالیه ورکوونکو د تشخیص آمر مولوي محمد نعیم «مسرور» په حضور کي د افغانستان د کانونو او صنایع خوني له استازو سره د بررسۍ او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په تړاو وکتل.
د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد «مشفق» په خپلو خبرو کي وویل، چي د عوایدو لوی ریاست دروازه ستاسو پر مخ پرانیستې ده، تاسو هر وخت کولای سئ، چي راسئ او موږ به له تاسو سره د اصولو او قوانینو په رڼا کي مخته ځو. ده زیاته کړه، چي په ټوله کي صنعت موږ ته د اهمیت وړ دئ او موږ ئې هري برخي ته پاملرنه کوو.
د یادوني وړ ده، چي صنعت ته د اهمیت په موخه د امیرالمومنین «حفظه الله» له لوري د مالیاتو په برخه کي ګڼي اسانتیاوي رامنځته سوي دي.
