د عامه پانګونې او زیربنا عمومي ریاست فعالیتونه او لاسته راوړني
د عامه پانګوني او زیربنا عمومي ریاست، د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت په چوکاټ کي، په دوو برخو کي فعالیت کوي؛ د انکشافي پروژو د ارزوني، اقتصادي، مالي تحلیل او د انکشافی پروژو اولویت بندی او همدارنګه د زیربنایی پروژو د شریکولو برخه. د انکشافي پروژو د ارزوني په لړ کي دغه ریاست د بودجوي واحدونو انکشافي پروژې د ملي بودیجې په سند کي د شاملولو په موخه تر لاسه کړي، په لومړي ګام کي د افغانستان اسلامي امارت د محدودې پراختیايي بودجې له امله یادې پروژې د هغو پروګرامونو سره پرتله کړې، چي د ملګرو ملتونو او نورو تمویلونکو له لاري پلي کیږي، د دا ډول پروژې د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو لخوا په ځانګړو سیمو کي پلي کیږي او یا د اجرا په حال کي دي په بېلابېلو برخو کي د نورو پروژو د تمویل د امکاناتو د زیاتوالي له امله یې د بیا تکرار مخه نیول سوې او له بلې خوا د دې ادارې د تجربه لرونکو کارپوهانو ټیم د یادي پروژې ارزونه کړې، د لګښتونو اغېزمنتیا یې څېړلې او لومړیتوبونه یې ورته ټاکلي دئ. د سلګونو پروژو له ډلي څخه یې اغېزمني، ګټوري او له اقتصادي پلوه توجیه سوي، چي د هيواد د ځان بسیایني لامل به يې په ګوته او د ملي بودیجې په سند کي به شاملي سي.
د عامه پانګوني عمومي ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره له بودجوي واحدونو څخه څه باندي ۴۳۲ پروژې ترلاسه کړي او له ارزوني او تحلیل وروسته یوازي ۸۴ پروژې د پلي کېدو وړ وپېژندل سوي.
د زیربناوو د شریکولو په څانګه کي، یاد ریاست د زیربنایي سکتور اړوندو ادارو د پروژې پلانونه ترلاسه او د تجربه لرونکو متخصصینو ټیم لخوا یې د ټاکلو معیارونو سره سم ارزوي، تر څو ورته پروژې تشخیص کړي. هرکله چي پروژه په لومړي پړاو کي د ورته پروژو په توګه وپیژندل سي، دا به د اړوندو ادارو سره شریکه سي ترڅو د انفرادي پروژې په توګه د هغې د تطبیق مخه ونیسي. ورته انفرادي پروژې د شریک سازۍ پروژو د پلي کېدو له پلان سره مدغم او یوې واحدي پروژې په توګه ډیزاین سوي پلي کيږي.
د ډیزاین په مرحله کي د شریکو پروژو ګټه دا ده، چي د یوې پروژې د پلي کولو پرځای د څو پروژو د پلي کولو چانس برابرېږي، د کیندني او بیا کار کولو مخه نیول کیږي او لویه سپما پکښي رامنځ ته کيږي، چي په دې برخه کي د عامه پانګوني او زیربناوو عمومي ریاست وکولای سول چي د زیربنایي شریک سازۍ له امله په ۱۴۰۰ مالي کال کي ۲۶.۳ میلیونه ډالره سپما کړي.
د زیربنایي شریک سازۍ پروسه داسي ده، چي کله د یوه سړک جوړول په پلان کي وي، یاد سوی پلان د هغو اداراتو سره چي اوبو رسوني، برېښنا، مخابراتو (نوری فایبر) په برخو کي بوختي وي شریکيږي، تر څو چي په دغه مسیر کي د یادو پروژو تخنیکي مشخصات د سړک جوړوونکو سره د عامه پانګوني او زیربنا لوی ریاست له لاري شریک سي، چي د سرک جوړولو پر مهال دکتونه، هندهولونه او منهولونه د نوری فایبر، مخابراتو، اوبو رسوني او نورو برخو لپاره په پام کي ونیول سي. چي د دغي همغږۍ له برکته د یوې پروژې په پلي کېدو سره د څو نورو پروژو زمینه برابرېږي. له یوه اړخه به له کیندني او دوهم ځلي کار څخه مخنیوی وسي او له بله اړخه به د ډېرو مالي لګښتونو مخنیوی وسي.
