د شیر خان بندر د ګمرک امنیتي مسؤلینو د هینجي د تخم غیر قانوني را واردولو مخه نیولې
د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې منسوبینو د کندز ولایت د شیرخان بندر ګمرک کي په یو ټېلر موټر کي چې د ډبرو سکاره پکښي بار ول (۴۲۷) کیلو د هينجي تخم چي محصول یې نه وو تحویل سوی او په غیر قانوني توګه هيواد ته واریدېدل کشف او د لېږد مخه یې نیول سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي هېنجي یو ډول زراعتي نبات دئ، چي د درمل په جوړونه کي ګټه ترې اخیستل کېږي او عموماً د افغانستان په شمالي ولایتونو کي د هېنجي زراعتي بوټي زیات کرل کېږي.
