د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کي تله فعاله سوه
مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو لپاره د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کي د وارداتي توکو لپاره تله فعاله او ګټي اخیستني ته وسپارله.
یاده تله د وارداتي توکو دقیق وزن معلوموي چي له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وسي.
یاده تله ۱۸ متره اوږد والی لري، چي د ١٥٠ ټنه وزن معلومولو وړتیا لري.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي به سوداګریزي محمولې د وزن معلومولو لپاره د کندز محصولي ګمرک ته تلې، چي د سوداګرو لپاره یې ستونزي جوړي کړي وې اوس د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کي د دې تلي په فعالېدو سره یاده ستونزي حل سوې.
