د شمال او شمال ختیځ زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ سو!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۴۲
..............

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست، د شمال او شمال ختیځ  زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته د «مدیریت د اساساتو» تر سرلیک لاندي پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چي په همدې تړاو د دغه وزارت اداري معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د دعوت او ارشاد رئيس مولوي عبدالهادي سيف الخالد، د کارکوونکو چارو ارشد کارپوه ډاکټر اشرف الله ستانکزي او د نوموړي زون د ګمرکونو او مستوفیتونو کارکوونکو پر لیکه ګډون کړی وو.
اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په خپلو خبرو کي وویل، چي د هر کار اساس زده کړه او تعلیم دئ. د چارو د ښه مخته وړلو له پاره باید زده کړه وسي، چي تاسو ته ئې ښه زمینه برابره سوې ده او په پوره دقت او جدیت له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل سي، هر څه چي دلته زده کوئ هغه یاداښت او له نورو کارکوونکوسره ئې شریک کړئ.
د دعوت او ارشاد رئيس مولوي عبدالهادي سيف الخالد وویل، چي له خپلو آمرینو څخه اطاعت وکړئ او په کارونو کي غفلت مه کوئ، الهی فرامین تطبیق او د حلالي روزۍ د لاسته راوړلو له پاره هڅه وکړئ، له خلکو سره ښه چلند وکړئ او خپل ځانونه د اسلام د پیغمبر په سنتو سمبال کړئ.
د کارکوونکو چارو ریاست ارشد کارپوه وویل، چي په هره اداره کي درې ډوله مدیریت شتون لري( عالي مدیریت، متوسطه او عملیاتي) چي د یوې ادارې چاري پرته له هغه مخته نه سي تلای. که چیري مدیران پر خپلو مسئولیتونو او دندو پوره پوهاوی ولري خپلي چاري په اصولي توګه مخته وړلای سي؛ خو د ښه پوهاوي او زده کړي د نه شتون په صورت کي نه یوازي چاري په ښه توګه مخته نه سي تلای؛ بلکي عالي او متوسطه مدیریت هم شنډېږي.
د یادوني وړ ده، چي یاد پروګرام به یوه اوونۍ وغځېږي او په هغه کي به ګډونوالو ته د پلان ګذارۍ، سازماندهۍ، رهبرۍ، کنټرول، تصمیم نیوني او له کارکوونکو او مراجعینو سره د چلند په تړاو روزنه ورکړل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS