د سپین بولدک په ګمرک کي د څلور سوه، زړو بطریو د قاچاق مخه ونیول سوه

د کندهار ولایت د سپین بولدک ګمرک کارکوونکو په یوې خالي صادراتي محموله کي د (۴۰۰) زړو بطریو د قاچاق مخنیوی وکړ.
قاچاق وړونکو هڅه کوله، چي دغه بطرۍ پاکستان هیواد ته په قاچاقي ډول ولېږدوي، په دې تور دوه کسه نیول سوي او د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په هدایت په هیواد کي د صنعتي فابریکو څخه د ملاتړ په موخه د زړو بطریو صادرات په مطلق ډول بند دي.
