د سپین بولدک په ګمرک کي انالوګ تله نصب سوه

د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي د صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو په موخه د (۲،۸) میلیونه افغانیو په لګښت نوې انالوګ تله نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل.
دغه تله د (۱۵۰) ټنه وزن اخیستلو په ظرفیت سره جوړه سوې، چي (۱۸) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو لپاره انالوګ (ساده) او ډیجیټلي تلي فعاله دي، چي له دې سره به د اضافه وزن څخه د مخنیوي تر څنګ د عوایدو له ضایع کېدو څخه هم مخنیوی وسي.