د روان مالي کال په دریمه ربعه کي د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وسوه!
د روان مالي کال په وروستیو دریو میاشتو کي د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو د تخنیکي ارزوني په موخه ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د روان مالي کال تر پایه ټاکل سوي هدف ته د رسېدو، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او په دې برخه کي د مسؤلینو له لوري د دوی د هڅوني، په خپل وخت سره شته ستونزو ته د رسېدني او ځینو نورو برخو کي د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان کال په دریمه ربعه کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په دې موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په دې راپور کي د هیواد د سترو ګمرکونو چاري د تېر کال د همدې مودې په پرتله مثبتي ښودل سوي وې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ئې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي، څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وسي او د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته لا اسانتیاوي رامنځته سي.
