د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني او ملاتړ په موخه ګډه ناسته تر سره سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۲:۵۵
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري د ټولو دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني، پرمختګونو، ستونزو او مشکلاتو اورېدلو او ملاتړ په موخه، د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ او د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج ملا هدایت الله بدري او د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور په غړیتوب یو پلاوی ټاکل سوی.
یاد پلاوي د دولتي شرکتونو د مسؤلینو سره خپله لومړنۍ ناسته تېره ورځ د مالیې وزارت په خیبر حال کي ترسره کړه، چي پکښي د دولتي شرکتونو مسؤلینو د شرکتونو اړوند موضوعات، ستونزي او غوښتني شریکي کړې.

خبر

یاد پلاوی به په نږدې راتلونکي کي د دولتي شرکتونو له مسؤلینو سره ځانګړي ناستي هم ترسره کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS