د حکومت په کچه د ملي عوایدو را ټولېدو او بودیجې لګښت وضعیت

زموږ راپورونه ښيې، چې د روان ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له (۳ مې – ۱۶ مې نېټې) پورې د هیواد له عوایدي سرچینو څخه ۵ میلیارده او ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. له دې راټولونې ۲۷۳ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۱ میلیارد او ۳۰۸ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارد او ۴۲۸ میلیونه یې له غیرمالیاتي عوایدو او ۲ میلیارده او ۱۲۳ میلیونه افغانۍ د هیواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
په ټوله کې د روان مالي کال د زمري میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې د هیواد ملي عواید ۹۸ میلیارده او ۹۴۷ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي.
همدا شان د روان مالي کال له پیله تر اوسه له ملي بودیجې ۲۱۴.۸۶۶ میلیارده افغانۍ لګول شوې، چې د ټولیزې ملي بودیجې ۴۶ سلنه جوړوي. له دې ډلې تر دې مهاله ۵۸.۳۵۵ میلیارده افغانۍ (۳۵.۲ ٪) پراختیایې او ۱۵۶.۵۳۱ میلیارده افغانۍ (۵۱٪) عادي بودیجه لګول شوې ده.