د جنوب او جنوب غرب زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ سو!

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۴:۴۱
...........

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست، د جنوب او جنوب غرب زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته د «مدیریت د اساساتو» تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چي په همدې تړاو د دغه وزارت اداري معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د روزني او ظرفیت لوړوني آمر، محمد نادر همایون، د دې وزارت د جومات ملا امام مولوي وصیف احمد احمدي او یو شمېر نویو ګومارل سویو کارکونکو پر لیکه ګډون کړی وو.
اداري معین په خپلو خبرو کي وویل، چي د هر کار اساس زده کړه او پوهه ده. د زده کړي او پوهي په واسطه کولای سو ټول کارونه په اصولي توګه تر سره کړو. نوموړي، له ګډنوالو څخه وغوښتل؛ ترڅو په پوره دقت او جدیت له دې فرصت څخه ګټه واخلي او هر هغه څه، چي دلته زده کوي یاد داشت او له نورو کارکونکوسره ئې شریک کړي.
د روزني او ظرفیت لوړوني آمر وویل، چي د دې پروګرام په مرسته تاسو کولای سئ خپلي چاري په ښه توګه مخته بوزئ، له همدې کبله له دې پروګرام څخه په ګټه اخیستو سره خپل ظرفیت لوړ کړئ او په اخلاص او پاک نیت خپلي چاري ترسره کړئ.
د یادوني وړ ده، چي یاد پروګرام به (۱۰) ورځي وغځېږي او په هغه کي به ګډونوالو ته د پلان ګذارۍ، سازماندهۍ، رهبرۍ، کنټرول، تصمیم نیوني او له کارکوونکو او مراجعینو سره د چلند په تړاو روزنه ورکړل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS