د تېز رفتاره موټرو ګمرکي وارداتي تعرفه ټیټه سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۰:۲۲
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز، د تعرفې کمېټې د پرېکړي او د مالیې وزات مقام د منظورۍ پر اساس د ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۲۲ موډل لرونکو موټرو ګمرکي وارداتي تعرفه ټیټه سوه.

د دغه پرېکړي له مخي د یادو تېز رفتاره موټرو ګمرکي تعرفه د سلنډر، حجم او سي سي ته په کتو سره په دې ډول ټیټه سوه: 

هغه موټر چي تعرفه يې پخوا ۷۰ سلنه وه؛ اوس ۴۰ سلني ته، هغه موټر چي تعرفه يې پخوا ۶۰ سلنه وه اوس ۳۰ سلني ته او هغه چي تعرفه یې ۴۰ سلنه وه اوس یې تعرفه ۲۰ سلني ته ټیټه سوه.

د ګمرکي تعرفې له مخي د وروستیو لسو کلونو ماډل پرته هیواد ته د نورو تېز رفتاره موټرو واردول منعه دي.

د یادوني وړ ده، چي د یادو تېز رفتارو موټرو د ګمرکي تعرفې کمولو څخه موخه د هیواد په بازارونو کي د زړو موټرو پر ځای د نوي ماډل موټرو او د ملي عوایدو زیاتوالی دئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، چي د مستوفیتونو د چارو د ارزوني ترڅنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د ډنډپټان په ګمرک کي د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!


د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت ډنډ پټان په ګمرک کي د (۹۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او. . .

BACK TO NEWS