د تېر کال په پرتله د ننګرهار ګمرک په عوایدو کي زیاتوالی راغلی
د مالیې وزارت مشرتابه د غوره مدیریت، فساد سره کلکي مبارزې، د ژمنو او مسلکي کسانو پر ګمارني او په ګمرکونو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پایله کي د روان مالي کال په لومړنیو (۱۰) میاشتو کي د ننګرهار ګمرک څخه (۱۵) میلیارډه او ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چي د تېرو کال پر پرتله (۸۲) سلنه زیاتوالی ښيي.
