د تورخم په ګمرک کي د ستري اور لګېدني مخه ونیول سوه

د تورخم د ګمرک امنیتي مسؤلینو په دغه ګمرک کي د یوې ستري اورلګېدني د مخنیوي خبر ورکړ.
د دغه ګمرک د امنیتي مسؤلینو په وينا، د هوا د تودوخي له امله د ډبرو سکرو بار وړوونکي يو ټېلر ډوله موټر کي اور لګېدلی وو، چي ښايي له امله یې د ملي سوداګرو ګڼ شمېر مالونه زیانمن سوی وای؛ خو د اور وژني ادارې او د تورخم ګمرک د امنیتي مسؤلینو د عندالموقع اقدام له امله د دغي ستري اور لګیدني مخه په پشپړ ډول ونیول سوه.

د يادوني وړ ده، چي دوه کاله وړاندي هم د هيواد په يو شمېر ګمرکونو او د کابل په ارغندي سیمه کي د ورته ناببرو پېښو له امله د سوداګريزو مالونو او تېلو په بار وړونکو موټرو کي اورلګېدنه رامنځته سوې وه، چي ملي سوداګرو ته يې ګڼ زيانونه اړولي وو.