د تورخم په ګمرک کي جعلي نکاح خطونه او لایسنسونه ونیول سول!

د تورخم ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کي، چي سوداګریز توکي پکښي بار ول، یو شمېر جعلي نکاح خطونه او د موټر چلولو لایسنسونه نیولي دي.
په نیول سوو جعلي سندونو کي، چي په ډېر مهارت سره په یاده محموله کي ځای پر ځای سوي ول؛ (۲۰۲) جلده جعلي نکاح خطونه، (۴) جلده کورني او (۴) جلده بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او (۵۶) عدده کورني بېلابېل نښانونه شامل دي، چي په پټه له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي له قاچاقي او ممنوعه توکو څخه په کلکه څارنه کېږي او هیڅ چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي یاد توکي صادر او یا وارید کړي.