د تورخم  په سرحدي ګمرک کي سلګونه کیلو ګرامه قاچاق کېدونکي قیمتي او نیمه قیمتي ډبري ونیول سوې

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۱:۳۰
خبر

د تورخم ګمرک د صادراتو برخي زړورو مسؤلینو د خپلو پلټنو پرمهال (۲۳۰۲) کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبري، چي په یوه بار وړونکي موټر کي په خورا ماهرانه ډول ځای پر ځای سوي وې، کشف او د قاچاق کېدو مخه ئې ونیوله.

په نیول سویو ډبرو کي ۳۲ کیلو ګرامه قیمتي او ۲۲۷۰ کیلو ګرامه نیمه قیمتي ډبري شاملي دي، چي قاچاق وړونکي غوښتل پاکستان هیواد ته ئې ولېږدوي.

اوس مهال د هیواد ټول ګمرکونه د ممنوعه او قاچاقي توکو په صادرولو او واردولو کلکه څارنه لري او په دې برخه کي د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ به هیڅ چاته د نا قانونه کړنو اجازه ورنه کړي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS