د تعرفې کمېټې د یو شمېر وارداتي او صادراتي اقلامو پر ګمرکي تعرفه بحث او پرېکړي وکړې
د ګمرکونو او عوایدو معین ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د تعرفې کمېټې ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه او د یو شمېر وارداتي او صادراتي اقلامو پر ګمرکي تعرفه یې بحث او پرېکړې وکړې.
په دې ناسته کي چي د تعرفې کمېټې غړو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو تر څنګ وویل چي د دې کمېټې ټولي پرېکړي په بازارونو کي د نرخونو پر کموالي او زیاتوالي اغېز لري، نو په کار ده چي ټولي پرېکړي په پوره دقت او د اصولو سره سم ونیول سي.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس عبدالرحمن وقاد د کبانو، کنسر لوبیا، کاکوي چاکلیټ، لمریزي اوبه ګرمونکي، د کالیو وینځلو پوډر د وارداتي تعرفو او د شوکاڼي صادراتي تعرفې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یې د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتني د کمېټې له غړو سره شریکي کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو پر تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودي او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمي پرېکړي وکړې.
همداشان په دې کمېټه کي د یو شمېر وارداتي اقلامو لپاره د ملي کوډونو پر جوړیدو هم پرېکړه وسوه.
