د بودیجې جوړوني د ریفورم پلي کولو وروستۍ تخنیکي او مشورتي ناسته ترسره سوه

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۲:۱۴
خبر

 بودیجې لوی ریاست د ناستو په دوام، له بودیجوي واحدونو سره د بودیجې جوړوني د ریفورم پلي کولو وروستۍ تخنیکي او مشورتي ناسته د خوندیتوب او عامه نظم سکټور د مسئولینو په ګډون د ملي بودیجې لوی ریاست د کنفرانسونو په تالار کي ترسره سوه.
د ملي بودیجې د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله د ملي بودیجې په جوړښت کي د ریفورم پر ارزښت او د ملي بودیجې په پلي کولو او اجراء کي د ریفورم د اغېزمنتیا او مثمریت په اړه خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي ملي بودیجه ملي امانت او د ملت حق دئ، په ښه ډول ئې پلي کول زموږ شرعي او انساني دنده ده او په دې برخه کي باید جدي هڅي وکړو.
ورپسې د ملي بودیجې لوی ریاست تخنیکي ټیم د اړوند سکټور له ادارو سره د ادارو د فعالیتونو او ماموریتونو پر بنسټ د اصلي او فرعي برنامو په نومونو کي د بدلون، په ادارو کي د ورته برنامو د شتون او د هغوی د ستونزو په اړه هر اړخیز بحث او لازمي لارښووني وکړې.
په پای کي پرېکړه وسوه، چي په نږدې راتلونکي کي دي له ټولو ادارو سره انفرادي ناستي هم ترسره سي. همدا راز ادارو هم ژمنه وکړه، چي د برنامې له مخي به د بودیجې د ریفورم پلي کولو په برخه کي هر اړخیزي همکارۍ کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

BACK TO NEWS