د بودیجې، خزاینو، پلټني، مالي او اداري لویو ریاستونو د کارکوونکو له پاره د مالي چارو په برخه کي روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۸
....


د چنګاښ ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بودیجې، خزاینو، پلټني او مالي او اداري چارو لویو ریاستونو د کارکوونکو له پاره د "مالي چارو" تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام د دغه وزارت په خیبرهال کي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي پیل سو.
په دې مراسمو کي اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او وړتیا لوړوني آمر محمد نادر همایون، د دعوت او ارشاد ریاست کفیل مولوي وصیف احمد احمدي او د یادو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
د روزني او وړتیا لوړوني آمر د پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي د مالیې وزارت یو مسلکي وزارت دئ او د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو له پاره دا ډول پروګرامونه چمتو کوي. د دې پروګرام موخه هم د مالي چارو ښه والی، په مالي چارو کي شفافیت رامنځته کول او د کره مالي راپور ورکول دي.
اداري معین په خپله وینا کي وویل، چي هرڅومره تاسو خپله مسلکي وړتیا او ظرفیت لوړ کړئ، هومره به تاسو په اصولي او دقیق ډول دندې ترسره کړئ، له دې وروسته، د خپلو وړتیاوو د پراختیا او اصولي اجراآتو له پاره له فرصت څخه ګټه پورته کړئ.
د دعوت او ارشاد کفیل په خپله وینا کي ګډونوالو ته لارښوونه وکړه، چي د مسلکي زدکړو سربېره د نورو حقونو ته درناوی وکړي او په خپل کار کي عدالت او انصاف مراعات کړئ، خپلو دندو ته ژمن اوسئ او د وخت ضایع کولو مخه ونیسئ.
د یادوني وړ ده، چي دا پروګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي او هلته به د بودیجې مسایل، تخصیصونه، عادي او پراختیایي بودیجه، تادیات، د معاشونو بانکي کولو سیسټمونه، مخکینی محصول، باقیداري، د عوایدو جریان، قطعیه او نور مهم او اړوند موضوعات ګډونوالو ته تشرېح سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS