د بنسټیزو او لومړیتوب لرونکو پروژو د پېژندني په موخه ناسته وسوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۵:۳۳
خبر

د مالیې وزارت د عامه پانګه اچوني لوی ریاست د زېربناوو د شریکوني تخنیکي بورډ د بنسټیزو او لومړیتوب لرونکو پروژو د پېژندلو او په (۱۴۰۲) هجري لمریز کال کي ئې د پلي کولو په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته د مالیې وزارت اداري معین او د پالیسۍ معینیت کفیل (مولوي حمد الله زاهد) په مشرۍ او د عامه پانګه اچوني او زېربناوو لوی رئیس (محمد صابر نثار) او د زېربنايي وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون د دغه وزارت په خیبرهال کي ترسره سوه.
مولوي حمدالله زاهد، د دې غونډي په پرانیستې وینا کي وویل، د زېربنایي پروژو بیا رغونه او پلي کول به د خلکو پر اقتصادي وضعیت د پام وړ آغېز وکړي. لکه څنګه چي دا پروژې د خلکو له مالیاتو تمویلېږي، نو باید اساسي او لومړیتوب لرونکي پروژې په پوره همغږۍ او همکارۍ په ګوته او پلي سي، ترڅو د مالي وجهي د ضایع کېدو مخه ونیول سي.
ورپسې محمد صابر نثار او ګډونوالو د اداراتو لخوا د (۱۴۰۲) کال د شریکو سوو پروژو او د بنسټیزو پروژو د پېژندني، د ټولګټو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو د زېربناوو د شریکوني د تړون مؤ‌‌‌ثریت، د معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، اوبو رسوني شرکت، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د هوکړه لیک ترتیب، د هيواد په کچه د ولایتي ښاروالیو د ولایتي پروژو شریکول، د (۱۴۰۲) کال د پروژو شریکوني بهیر او د شریکو سوو پروژو د ستونزو او نیمګړتیاوو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

په پای کي پرېکړه وسوه، چي ادارې دي د (١٤٠٢) مالي کال پلانونه ترتيب او د اړینو پرېکړو په موخه دې له ماليې وزارت سره شريک کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS