د بلخ د پنبې او نباتي غوړو شرکت له کروندگرو څخه پنبه پېرودلې
د بلخ پنبې او نباتي غوړو دولتي شرکت وتوانېد چي په روان کال کي د هيواد له کروندگرو څخه څه باندي ۴۷ ټنه دانه لرونکې پخته وپېري، چي دغه پېرېدنه د وروستیو شلو کلونو په پرتله بې سارې گڼل کېږي.
پنبه دانه د افغانستان یو له مهمو او بنسټیزو کرنیزو محصولاتو څخه ده، چي له دانو څخه یې په غذایي غوړو کي کار اخیستل کېږي. د پنبې پېرودل زموږ د کروندگرو او هيوادوالو لپاره یوه ښه زیری دئ، ځکه له دې وروسته د هيواد د کرني په وده او پياوړتيا کي له بزگرانو سره مرسته سوې او د هيواد د کرنيزو محصولاتو په پېرلو سره غوړ باکيفيته او گټور تولیدات کورني بازارونو ته په ټیټه بیه وړاندي کیږي.
همدا راز د بلخ د پنبې او نباتي غوړو دولتي شرکت د دانه لرونکي پختې د پروسس فابریکې (لومړی حوزه) هم خپل بنسټیز فعالیت پیل کړی، چي تر اوسه یې تر ۸۰۰ عدل مالوچ تولید کړی او کورنیو او بهرنیو بازارونو کي پلور ته چمتو دي.
همدارنگه د بلخ د پنبې او نباتي غوړو دولتي شرکت د تیلي نباتانو فابریکې په روان کال کي یو ځل بیا د پنبه دانه غوړیو، کنجاړې، پوستک او صابوني موادو د تولید په برخه کي خپل فعالیت پیل کړی، چي هره ورځ یې محصولات بازار ته استول کېږي.
د يادوني وړ ده، چي د بلخ د پنبې او نباتي غوړو دولتي شرکت توليدات سره له دې چې لوړ کيفيت لري؛ بيه يې هم د ورته بهرنيو محصولاتو په پرتله ډېره مناسبه ده.
