د بغلان ولایت د بورې فابریکې د بیارغوني چاري بشپړي سوې
د بغلان د بورې دولتي شرکت مسؤلین وايي، چي د بغلان د بورې د فابریکې بیارغوني چاري بشپړي سوي او اوسمهال په دې فابریکه کي شاوخوا (۱۰۰) تنه په کار بوخت دي. ټاکل سوې، چي په نږدې راتلونکي کي د دغه شرکت محصولات بازار ته وړاندي سي. د ترلاسه سوو راپورونو له مخي، که د بغلان د بورې دولتي شرکت فعالیتونه پراختیا و مومي دا به د هیواد د ټول بازار (۳۰٪) اړتیا پوره کړي.
د بغلان د بورې دولتي شرکت په (١٣١٩) لمريز کال کي د هیواد په کچه د بورې د يوازينۍ فابريکې په توګه د المان په مرسته جوړ او فعاليت ئې پیل کړ. دغي فابریکې تر (۱۳۷۰) کال پوري تولیدات درلودل، خو وروسته د کورنیو جګړو د شدت له امله ئې کار په ټپه ودرېده. ياد شرکت په (١٣٨٥) کال کي د المان په مالي او تخنيکي مرسته بېرته فعال او د افغانستان دولت ته وسپارل سو. خو؛ له بده مرغه د نه پاملرني، د ستراتیژیک لید د نشتوالي او د حکومت د نه ملاتړ له امله یاد شرکت له (۲۰۰۸) کال راهیسي له رکود سره مخ سو او تر همدې هجري لمریز کال پوري ئې د فعالیت دوره بنده سوه او هیڅ بنسټیز فعالیت ئې نه درلود.
په هیواد کي له وروستیو پرمختګونو سره، د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست رهبري پلاوي د دغه شرکت له مدیره پلاوي سره په همغږۍ د یادي فابریکې د بیارغوني په برخه کي د څارني چاري ګړندۍ کړي دي. له هغې وروسته د يادي فابريکې د بيارغوني چاري بشپړي سوې او تمه ده، چي په نږدې راتلونکي کي به د يادي فابريکې سوداګريز فعاليتونه پيل او توليدات به ئې بازار ته وړاندي سي.
که موږ د دې شرکت تېر وخت ته لنډه کتنه وکړو، نو معلومه به سي، چي د بغلان د بورې شرکت په افغانستان کي د اړتیا وړ بورې تر ټولو لویه وړاندي کوونکې فابریکه بلل کېده، چي په کال کي ئې میلیونونه افغانۍ عاید تر لاسه کول. په هغه وخت کي دغي کارخانې د بغلان ولایت له (۷۰۰ تر ۸۰۰) جریبه ځمکه کي کرل سوي جغوندر پروسيس کول او له هغه څخه ئې د (۶۰۰) ټنو په شاوخوا کي بوره ترلاسه کوله. اوس هم ياد شرکت د دې توان لري، چي د ستراتيژيکو پلانونو په جوړولو او د ظرفيتونو په پياوړي کولو سره د ځمکي په پراختيا او همدارنګه د بغلان د بورې د فابريکې د توليد په زياتولو سره د زرګونو کسانو لپاره د کار زمينه برابره کړي. په ورته وخت کي د ترلاسه سوو معلوماتو پر بنسټ د بغلان یو شمېر اوسېدونکي او د بغلان د بورې فابریکې کارکوونکي هم تمه لري، چي په دې فابریکه کي د تولیداتو د زیاتوالي لپاره د زمینې په برابرولو سره به د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره سي.
د دولتي شرکتونو د لوی ریاست رهبري پلاوي هم د دې فابریکې د فعالیتونو د ښه والي او تولیداتو د زیاتوالي په موخه هر اړخیز پلانونه لري، چي په پلي کېدو سره به ئې د هیوادوالو په زړونو کي د دغه شرکت تاریخي مقام را ژوندی سي. د هیواد ملي تولیدات به پیاوړي سي، ملي عایدات به لوړ سي او د هیواد په کچه به زرګونو هیوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي.
درنښت
اداره
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .
