د بانکونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د مالیاتي مسایلو په اړه ناسته وسوه!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۳۴
............



د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ، د بانکونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د مالیاتي مسایلو په اړه ناسته وسوه
په دغه ناسته کي د بانکونو اتحادیې له مسؤلینو سره په مالیاتي برخه کي د اصولي، پر وخت او شفافو چارو د ترسره کولو، په اړونده برخه کي سته ستونزو ته د مناسبو حل لارو پر رابرسیره کولو او د دواړو لوریو تر منځ د لا ښې همغږۍ د رامنځته کېدلو په تړاو خبري وسوې.
په دې ناسته کي د اړوندو چارو د لا ښه والي په موخه د غونډي د ګډونوالو له لوري ستونزي او وړاندیزونه شریک سول، چي ستونزو ته د ښې رسېدني له پاره د عوایدو لوی ریاست او د بانکونو د اتحادیې ترمنځ ګډي کاري کمیټې ته دنده وسپارل سوه، چي سته ستونزي او د چارو د لا پرمختګ فرصتونه وڅېړي او د حل مناسبي لاري چارې ئې راتلونکي ګډي ناستي ته وړاندي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

BACK TO NEWS