د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پلي کولو د استازو نهمه ناسته وسوه!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۵۶
............


د غبرګولي ۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظ الله تعالی) په هدایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د یوشان پلي کولو په موخه د وزارتونو ترمنځ استازي ټاکل سوي دي.
مالیې وزارت هم د دغه قانون د ښه پلي کولو په موخه د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ نهمه خپل منځي ناسته وکړه.
په دغه ناسته کي له خپل اداري دریځ، سیاسي دریځ، له اقتصادي او ټولنیز دریځ څخه د ناوړه ګټي اخیستني د مخنیوي په موخه د اسلامي شریعت د لارښوونو مطابق هر اړخیز بحث وسو او د احتمالي ستونزو د مخنیوي لاري وسنجول سوې.
د یادوني وړ ده، چي د دغې لړۍ د لا ښه ترسره کولو په موخه په هره ناسته کي د تېر مجلس د مواردو د ارزوني ترڅنګ د هغې تطبیق او تعقیب هم ترسره کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

BACK TO NEWS