د اقتصادي پرمختګ درې کاله ستړيا

اقتصادي پرمختګ، اقتصادي ثبات، د افغانیو ارزښت ساتل، د نرخونو کنټرول، مالیاتي معافیت د ګمرکونو عصري کول او ډیجیټلي حکومتولي په درې کلن امارت کي له ننګونو سره سره څو متحرک فکټورونه ول، چي صعود او وده ئې وکړه او د معتبرو نړیوالو مالي سازمانونو پام ئې ځان ته را اړولی او په کور دننه ئې له تعصب پرته هیله مندي زیاته کړې ده. په دې برخه کي په ځانګړې توګه نړیوال بانک هم خپل تحلیلي را پور خپور کړی او دغه ټکي ئې په ګوته کړی دئ.

راپور زیاته کړې ده، چي په روان او تېر (2023 ـ 2024) کال کي که څه هم ننګوني تر سر پورته وې؛ خو اقتصادي پرمختګ (٪2.7) لوړ سوی دئ. په (2023) ز مالي کال کي د ناخالصو توکو تولید یا (GDP) هم را پورته سو او یوه زیاته فیصدي خسارات ئې جبران کړل.

په (2023) ز کي (17.6) میلیارډه افغانۍ د پراختیايي پروژو له پاره ځانګړي سوي دي، د قوشتېپې کانال ته (5.5) میلیارډه، سړکونو ته (1.9) ملیارډه او د افغان کډوالو له پاره (1.1) میلیارډ افغانۍ تخصیص سوي دي. همدارنګه دغه هیواد له فشارونو سره سره، د لومړنیو توکو قیمتونه ټیټ کړل او افغانۍ ئې ثابته وساتله او ورسره په (2024) کال کي د خوړو او توکو قیمتونه را ټیټ سول. په همدې دوو کلونو کي اسلامي امارت وکولای سول، چي خپل ټاکل سوي عوایدي هدف ته ځان ورسوي او عواید په شفاف ډول راټول کړي. که څه هم په همدې کلونو کي ننګوني زیاتي وې؛ خو د افغانستان سوداګرۍ ثبات وساته که څه واردات زیات ول، ولي د افغانۍ د ارزښت په ساتلو سره واردات ارزانه تمام سول.

د افغانستان بانک له خوا د پیسو د ایستلو محدودیت لیري کېدو تر ډېره بریده حالت نرم ساتلی او په اقتصاد کي ئې مالي جریان ته زمینه مساعده کړې ده. په همدې کلونو کي د افغانستان ځینو بانکونو ګټه که څه هم لږ ده؛ خو بیا هم ګټه ئې کړې ده، چي (35,738) کسانو ته ئې کوچني پورونه ورکړي دي.

د افغانستان په تړاو جوړ سوي راپور یوې نوي جالبي موضوع ته اشاره کړې ده، چي دوی د سټلایټي انځورونو په مټ ښوودلې ده، چي په ځینو ځایونو کي شپني څراغونه (night-time lights) روښانه ښکاري او دا پر دې دلالت کوي، چي اقتصادي وضعیت ښه سوی، امنیت سته او خلک یا شرکتونه د شپې له مخي هم خپل کاروبار کوي.

دغه شان د اسلامي امارت په راتګ سره صنعتي سیکټور (٪2.6)، تولیدي سیکټور (٪1.7) او خدماتي سیکټور، چي د افغانستان  (45) سلنه اقتصادي برخه ئې په واک کي ده (٪2.3) وده کړې ده. د دې ترڅنګ د زراعتي، صنعتي او خدماتي تولیداتو له مخي ټولیز اقتصاد په (2023 ـ 2024) کلونو کي (٪2.3) پرمختګ کړی دئ.

اسلامي امارت د خپلي مالي پالیسۍ/ تګلاري په مرسته (2024) کال کي پر ځینو سیکټورونو مالیه کمه کړه؛ لکه: رسټورانټونه، هوټلونه او پمپ سټېشنونه. د ډبرو په سکرو او ماشینرۍ باندي ئې هم تعرفه له (٪5) څخه (٪1) ته راکښته کړه، چي په دې کي ئې د خوراکي توکو د تعرفو د کمښت بېلابېل ارقام هم یاد کړي دي.

درنښت

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .