د افغانستان د کانونو د صادراتي توکو بهیر برېښنایي سو!

د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کانونو د صادراتي توکو د بهیر له پاره د اسیکوډا په سیسټم کي نوی ماډیول جوړ او د کانونو او پیټرولیم وزارت له سیسټم سره ئې وصل کړ.
د کانونو د صادراتي توکو بهیر تر دې وړاندي په فزیکي ډول ترسره کېده، چي اوس مهال به په برېښنایي او معیاري ډول د اسیکوډا سیسټم له لاري تر سره کېږي. د دغي پروسې برېښنایي کېدل به د کانونو د صادراتي توکو په بهیر کي لا روڼتیا رامنځته او د اړوندو چارو د چټکتیا ترڅنګ به د صادروونکو له پاره ګڼي اسانتیاوي هم ولري.
هغه مهال چي د کانونو د صادراتي توکو بهیر په فزیکي ډول ترسره کېده؛ د موادو په وزن، بیي، تعرفوي کوډ او صادروونکي شرکت باندي پوره کنټرول نه کېده، چي له دې وروسته ئې ټول پړاوونه تر څار لاندي او د سیسټم له لاري به ترسره کېږي.