د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاو (ECF) په نوي پروګرام هوکړه وکړه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۱۱:۴۱

د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د ۳۶۴ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د اعتباري اسانتیاو په درې نیم کلن نوي پروګرام باندې هوکړه وکړه.

د دې پروګرام موخه په مالي سکټور کې بنسټیز اصلاحات، د لوی اقتصاد چوکاټ، د ملي عوایدو راټولیدل، ګمرکي اصلاحات، د ملي بودیجې په لګښت کې روڼتیا، بانکدارۍ سکټور، له فساد سره مبارزه، د اسعارو بیې ثابت ساتل، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، اقتصادي وده او کارموندنه ده.

یاد پروګرام د کرونا ویروس اقتصادي منفي اغیزې کموي همداشان په لوی اقتصاد کې اصلاحات پیاوړي کوي، اقتصادي اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ څخه ملاتړ کوي.

د دې پروګرام له مخې د افغانستان حکومت د یو لړ بنسټیزو شاخصونو په تر سره کولو سره کولی شي ۳۶۴ میلیونه ډالر په راتلوونکو درې نیمو کلونو کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه تر لاسه کړي.

په دې پروګرام کې شاملې مرستې د ټولیزې ودې، د بیوزلۍ کموالي او ځان بسیاینې په ګډون د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF-II) له موخو څخه د ملاتړ لپاره مهم دی.

همداشان د پیسو نړیوال صندوق نوی پروګرام په لوی اقتصاد کې د ثبات جوړولو، له ملي بودیجې څخه ملاتړ، د بودیجوي کسر جبران، د نویو پروګرامونو تمویل او د کرونا ویروس منفي اغیزو کموالي سبب کیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS