د اصنافو او دوکاندارانو د ماليې د نورم په تړاو د مالیې وزارت وضاحت

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۲:۷
خبر

له څه مودې راپه دې خوا د پلازمیني او ولایتونو یو شمېر دوکانداران شکایت کوي، چي د اسلامي امارت د راتګ سره پر دوی د مالیې د ورکړي نورم لوړ سوی دئ، د ماليې وزارت دغه د ماليې د لوړولو ادعاوي په کلکه ردوي او داسي وضاحت کوي:

پر هيواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هیڅ ډول مالیات نه دي لوړ سوي؛ بلکي د اصنافو پر فروشاتو مالیاتي نورم، چي پخوا ۱،۵ سلنه وو، اوس ۰،۵ سلني ته راټیټ سوی او همدارنګه ټول مالي جرايم هم معاف سوي دي.

دا چي یو شمېر دوکانداران د لوړي ماليې له امله شکایت لري، دوه لامله لري:

 لومړی دا چي ځیني دوکانونه له پخوا څخه تثبیت سوي نه وو او مالیه ئې نه تحویلوله؛ خو اوس د مالیې وزارت له لوري تثبیت سوي او ټاکل سوې مالیه ترې اخیستل کیږي.

دوهم دا چي پخوا د فساد له امله له ځینو مالیه ورکوونکو څخه مالیه په پوره ډول نه اخیستل کېده؛ خو اوس په راڼه ډول له ټولو مالیه ورکوونکو څخه ټاکل سوې او قانوني ماليه اخيستل کيږي.

 له همدې امله پر اصنافو هیڅ ډول مالیات نه دي لوړ سوي او په پوره روڼتیا سره د ټولو اصنافو څخه ټاکل سوې مالیه په منظم ډول د مسلکي کارمندانو لخوا راټولیږي او د دولت ملي خزانې ته سپارل کیږي. 

یادونه: قدرمن مالیه ورکوونکي که په اړوندو برخو کي شکایت ولري؛ نو کولای سي، چي د عوایدو لوی ریاست ته مراجعه وکړي او یا د مالیه ورکوونکو د خدمتونو له (۱۰۰۰) شمېري سره اړیکه ونیسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS