د اسلام کلا ګمرک ته څېرمه د ایران هیواد اړوند سیمه کي رامنځته سوې اورلګېدنه مهار سوې ده!
نن له غرمې وروسته د اسلام کلا ګمرک ته څېرمه د ګاونډي هیواد ایران اړوند ګمرک سیمه کي اور لګېدنه رامنځته سوه، چي د اسلام کلا ګمرک اړوند د اطفایې ټیم په مرسته مهار سوه.
د دغي اورلګېدني له امله د افغان سوداګرو اړوند یوې سوداګریزي محمولې ته زیان اوښتی او د اطفایې دوه کارکوونکي برسېرن ټپیان سوي دي.
