د اسلام قلعه سرحدي ګمرک و کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل سو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۸:۳۱
خبر

 اسلام قلعه سرحدي ګمرک و کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په اړه د ظرفیت لوړوني ورکشاپ پیل سو. د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخي د اسلام قلعه سرحدي ګمرک یو شمېر نویو په دنده ګمارل سویو کارکوونکو ته ۱۵ورځنی د ظرفیت لوړوني ورکشاپ په یاد ګمرک کي پیل سو. په دې روزنیز ورکشاپ کي به یادو کارکوونکو ته د ګمرکونو قانون په عمومي احکامو، تعرفې، قیمت ګذارۍ، ترانزیټ، ګمرکي ارزښت ټاکني، ګمرکي سرغړونو، د تلاښۍ او پلټني مهارتونو په اړه عملي او نظري روزنه ورکړل سي.د یادوني وړ ده چي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ ښوونکي به په نورو ګمرکونو کي هم د کارکونکو د وړتیا لوړولو په موخه ورته ورکشاپونه جوړ کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS