جلالتماب ولسمشر ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه معرفي کړ

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۴ - ۱۵:۲۰
خبر

ښاغلی عبدالهادي ارغیدیوال نن د وري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني له لوري د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه د دې وزارت کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پیل وکړ.  

د مالیې وزارت سرپرست په پیژند غونډه کې د ولسمشرۍ عالي مقام لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح، د اقتصادي او سوداګرۍ ودې او د بیوزلۍ کموالي په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي محمد یوسف غضنفر، د عدلېې وزیر ښاغلي عبدالبصیر انور، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي نصیراحمد دراني، ملي شخصیتونو ښاغلي انجینیر محمد خان، ښاغلي جمعه خان همدرد، ښاغلي عبدالجبار شلګري، مولوي عطاالله لودین، د مالیې وزارت معینانو او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې و.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ارغندیوال په پیل کې د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني، له باور څخه مننه وکړه چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې یې د هیواد مالي چارو دروند مسئولیت ورته وسپاره.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې له فساد سره جدي مبارزه او د اصلاحاتو پلي کول یې په لومړیتوب کې دی. نوموړي زیاته کړه چې د هیواد په دې ستونزومنو حالاتو کې هڅه کوي څو له خصوصي سکټور سره په همغږۍ د ملي عوایدو ثبات وساتي او د ملي بودیجې لګښت د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون سبب شي. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې له مرسته کوونکو بنسټونو سره همکاري ډیره مهمه ده او هڅه کوي چې د مرسته کوونکو بنسټونو او هیوادونو مرستې جلب او جذب کړي. نوموړي له جلالتماب ولسمشر څخه غوښتنه وکړه څو په مالیې وزارت کې د ماموریت دوره کې نوموړي ته لارښونه او ورسره همکاري وکړي.

د ولسمشرۍ عالي مقام لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح وویل چې زموږ هیواد له ستونزمن حالت سره مخ دی. نوموړي زیاته کړه چې موږ د ښاغلي ارغندیوال په رهبرۍ او مدیریت پوره باور لرو. نوموړي د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه د ښاغلي ارغندیوال د معرفي خاطر د جلالتماب ولسمشر له دې زړه ور او غوره اقدام څخه مننه وکړه.

د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني له ښاغلي ارغندیوال څخه مننه وکړه چې په دې ستونزمنو شرایطو کې یې د هیواد مالي چارو مسئولیت ومانه. نوموړي زیاته کړه چې ستاسو معرفي د حکومت د رهبرۍ توافقي پریکړه ده او موږ هڅه کو چې ستاسو په شان د اشخاصو په معرفي سره کابینه د اړتیا وړ ځانګړی ځای او سیاسي وزن ولري. جلالتماب ولسمشر د ملي عوایدو راټولیدو، د پراختیایې بودیجې لګښت، د اقتصادي بنسټونو ایښودلو انرژۍ او نورو برخو کې د مالیې وزارت د پخواني سرپرست ښاغلي محمد همایون قیومي له کړنو څخه مننه وکړه او زیاته کړه خوښ یم چې ښاغلي قیومي د ولسمشرۍ عالي مقام د ستر سلاکار د دندې دوام منلی.

جلالتماب ولسمشر په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملي عوایدو راټولیدو، د اصلاحاتو پلي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د ملي بودیجې د لګښت په برخو کې د مالیې وزارت همکارانو له لاسته راوړنو څخه مننه وکړه او ویې ویل هیله لرم چې د تېرو کلونو په څیر په ۱۳۹۹ مالي کال کې وضعیت کنترول او مدیریت کړئ.

جلالتماب ولسمشر د اصلاحاتو په پلي کیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید د عادي بودیجې په برخه کې ریاضتي سیاست په نظر کې ونیول شي او پراختیایې بودیجه په هغو ساحو کې ولګول شي چې ټول شموله او متوازنه وي او د ټولنې زیانمنو اقشارو سره مرسته وکړي. همداشان ویې ویل چې د هیواد لپاره د مرسته کوونکو بنسټونو او هیوادونو مرستې ډیرې مهمې دي او باید د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پاملرنه وشي. جلالتماب ولسمشر وویل چې د فنلند هیواد موافقه کړې څو له افغانستان سره د پراختیایې مرستو په موخه سږکال نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د فنلند له هیواد او خلکو څخه د دې کنفرانس د جوړیدو له امله مننه کوم نوموړي یادونه وکړه چې د دې مهم کنفرانس همغږۍ او تنظیم د مالیې وزارت له کليدي دندو څخه ده.

جلالتماب ولسمشر د مالیې وزارت سرپرست ته وویل چې ستاسو مسئولیتونه درانه دي او موږ ستاسو په وړیا او درایت باندې باور لرو او د مالیې وزارت همکارانو ته یې هدایت ورکړ څو له نوموړي سره د دې وزارت په طرحو او پلانونو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

خبر

همداشان د مالیې وزارت سرپرست د پیژندې له مراسمو څخه وروسته په دې وزارت کې له همکارانو سره د پیژندنې ناسته وکړه او ویې ویل چې د مالیې وزارت د همکارانو په تجربو، تخصص او ژمنتیا پوره باور لري او له دوی سره به یو ښه همکار وي. نوموړي د مالیې وزارت همکارانو ته هدایت ورکړ چې اړوندې چارې په صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي. د مالیې وزارت همکارانو ژمنه وکړه چې د مالیې وزارت له سرپرست سره به د دې وزارت موخو ته د رسیدو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS