تر فتحي مخکي د مالیاتي بررسیو ستونزي دي حل سي
ټول هغه بنسټونه (له بانکونو، مخابراتي او ټکنالوژي، امنیتي، هوايي، خدماتي، دولتي تصديو او شرکتونو پرته) چي د مالیاتي اصولو له مخه د بررسۍ وړ دي، هغوی ته دي اختیار ورکړل سي چي که څوک د فروشاتو له سرجمع څخه ٪(۰،۵) د امارت حساب ته جمع کوي او که کوم نهاد یا بنسټ پر دې نورم باندي راضي نه وي، نو بیا دي په عادي ډول خپله بررسي وکړي.
يادونه: په دې پرېکړه کي به تر فتحي مخکي ټولي د بررسۍ وړ دوسيې د اظهارليکونو د وړاندي کولو له نېټې څخه تر پنځو کلونو پوري د اعتبار وړ وي.
ميکانېزم: د بانکونو، مخابراتي او ټکنالوژي، امنیتي، هوايي، خدماتي، دولتي تصديو او شرکتونو بررسي دي د مخکينیو اصولو پر بنسټ په پخواني شکل سره ترسره سي او پاته نور شرکتونه بیا دوه انتخابه لري، یا دا چي د اظهارلیک د وړاندي کولو له نېټې څخه تر پنځو کلونو وروسته د هر کال د فروشاتو له سرجمع څخه چي د اصولو له مخه د بررسۍ وړ وي، (٪۰،۵) د امارت حساب ته ورکوي او يا هم په عادي ډول د پخوا په شان خپله بررسي کوي.
په دې اړه لاندېنی میکانېزم د تطبیق وړ دئ۵. تر فتحي د مخه هغه دوسيې، چي د دې حکم تر صدور وړاندي ئې بررسي سوې ده، لاندېني دوه حالتونه لري:
(۱) کومي دوسیې چي بررسي ئې تکمیل سوې، مالیه پرې تثبیت سوې او ابلاغ هم ورته سوی وي، په عادي ډول به تثبیت سوی مبلغ ځني تحصیل سي.
(۲) کومي دوسيې چي عواید يې تثبیت، اما مالیه ئې ابلاغ سوې نه وي او یا هم هغه دوسيې چي ابتدايي کارونه ئې سوي، اما عواید ئې تثبیت سوي نه وي، ټولو ته دي اختیار ورکول سي، چي د (٪۰،۵) نورم ته ځي او که په عادي ډول خپله بررسي کوي.
۶. دا چي خدماتي شرکتونه د مشرتابه مقام په حکم کي د بررسۍ له (٪۰،۵) نورم څخه مستثنیٰ سوي دي، د عوایدو لوی ریاست د تشکیل له مخه په خدماتي شرکتونو کي صرف لوژيسټيکي او مشورتي شرکتونه شامل دي.
۷. کوم شرکتونه چي (٪۰،۵) نورم ته اماده وي؛ نو موږ باید په سیسټم کي هغه اندازه عواید لوړ کړو او د سیسټم د بيلانس سازۍ ناممکن کېدو په صورت کي لګښتونه (Disallowed) کړو چي هم د شرکت (٪۲) گمرکي مکي اداینه او هم ئې ضرر صفر کړي او په څنگ کي (٪۴) انتفاعي مالیه او (٪۲۰) پر عایداتو باندي مالیه مساوي د (٪۰،۵) تثبیت سوي مالیې معادل سي.
۸. د بررسۍ پنځه کلنه دوره پر هغو مالیه ورکوونکو، چي د عوایدو کتمان يې مشهود وي (پر شواهدو بنا وي)، د تطبیق وړ نه دي.
۹. د (٪۰،۵) نورم مطابق اضافه ورکړه او ضرر له منځه وړي او هیڅ راز اضافه ورکړه او ضرر، راتلونکو کلونو ته د انتقال وړ نه دئ.
۱۰. د (۱۴۰۰) مالي کال بررسي چي تقریباً دوې ربعي ئې په جمهوریت کي او دوې ربعي ئې په امارت کي تېري سوي دي، دا چي کلنی اظهارلیک ئې د امارت په کلونو کي وړاندي کړی دئ او بررسي اکثراً د کلني اظهارلیک تابع وي، نو د (۱۴۰۰) مالي کال بررسي تر فتحي وروسته بررسي بلل کېږي او د (٪۰،۵) نورم تابع نه دئ.
۱۱. که چيري مالیاتي اداره د تطبیق په وخت کي له کومي پوښتني او یا ابهام سره مخ کېږي، نو رسماً له مرکز څخه د لارښووني غوښتنه کولی سي.:
۱. د بررسۍ کولو په عوض د فروشاتو له سرجمع څخه د (٪۰،۵) اخيستل یوازي تر فتحي د مخه د بررسۍ وړ دوسيې شاملي دي، تر فتحي وروسته چي کومي بررسۍ کېږي، پر هغو باندي د (٪۰،۵) نورم نه تطبیقېږي؛ بلکي د هغو بررسي به د اصولو له مخه په عادي توگه ترسره کېږي.
۲. د جمهوریت د وخت بررسي په دې معنیٰ چي هره هغه دوسیه چي د بررسۍ تابع وي، د اظهارلیک تر وړاندي کولو وروسته پنځه کلونه ئې د بررسۍ وړ دي او همدا رنگه د دې حکم د صدور تر نېټې (۱۴۰۲/۲/۲۳) وړاندي پنځو کلونو پوري ټولي د جمهوریت د وخت دوسيې د دې حکم له مخه بررسۍ ته شاملېږي.
۳. تحلیل خطر او مالیاتي ادارې دي د دې حکم پر بنسټ ټولي د جمهوریت د وخت دوسیې چي د بررسۍ وړ وي، مشخصي او د بررسۍ په موخه دې د بررسۍ ادارې ته معرفي کړي او د بررسۍ اداره به مالیه ورکوونکي ته دوه اختیاره ورکوي، چي د (٪۰،۵) نورم تطبیقوي او که یا په عادي ډول بررسي کول غواړي.
۴. ټولو شرکتونو او ټولو مالیه ورکوونکو ته چي مخکينۍ دوسيې ئې د بررسۍ وړ وي، د بررسۍ لپاره که چيرې بنسټ د نوي نورم (٪۰،۵) مطابق د فروشاتو له سرجمع څخه پیسې د امارت حساب ته تحویلوي؛ نو د بررسۍ اداره به د TAIS، SIGTAS، AFMIS او ASYCUDA سیسټمونو راپورونو او بانکي حسابونو تر چک کولو وروسته د نهاد فروشات تثبیتوي او له مجموعي فروشاتو څخه به ئې (٪۰،۵) وضع کوي، چي د بانکي حساب یا Bank Statement د چک کېدو لپاره به ان شاءالله وړاندیز وسي او په عمومي ډول د ټولو حسابونو د چک لپاره به یو عمومي حکم واخستل سي، خو د حکم تر اخیستلو پوري بررسان بايد د خپلي بررسۍ چاري معطل نه کړي. همدا رنگه که چيري د سیسټمونو د چک په پایله کي د فروشاتو په سرجمع کي ډېروالی راسي، نو له ډېروالي څخه ئې انتفاعي مالیه نه اخيستل کېږي، صرف د تثبیت سوو فروشاتو له سرجمع څخه (٪۰،۵) اخيستل کېږي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .
