افغانستان او اذربایجان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په دودولو او پراخولو هوکړه وکړه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۶:۵۴
خبر

د افغانستان او اذربایجان د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په تړاو د لومړي کاري ګروپ ناسته پرون ورځ پیل او نن د چنګاښ میاشتې په ۲۵ مه نېټه د دواړو لوریو له تخنیکي بحثونو وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسو محمد همایون قیومي، او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي صاحب محمدوف، ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ دودولو او پراخولو دوه اړخیزه پروتوکول لاسلیک شو.

خبر

په دې ناسته کې دواړو لوریو، د سوداګرۍ او دوه اړخیزه پانګونې حد اکثر حجم په زیاتېدو، د افغانستان له لارې د سویلې اسیا بازارونو ته د صادراتو او وارداتو په اسانتیاوو او همکارۍ، په بېلابیلو سکټورونو کې د اذربایجان په پانګونه، دوه اړخیزه ګمرکي همکاریو په پراختیا، د حکومت په حکومت مېکانیزم له لارې د افغانستان له خوا د اذربایجان د نفتو په پېرلو، د ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې په دوه اړخیزه همکاریو، اړیکو او عامه خدمتونو، لوړو زده کړو او نورو اړینو برخو په تړاو بحث او خبرې وشوې.

د دواړو لوریو ترمنځ په لاسلیک شوي پروتوکول کې د ناستې یاد شوي موضوعات شامل وو.

همدا شان مالیې وزارت سرپرست د اذربایجان د پخواني ولسمشر مرحوم حیدر علي اوف او د یاد هېواد د ۱۹۹۱ میلادي کال د انقلاب شهیدانو مقبرې ته ورغی او د درناوي لپاره یې په دې مقبرې د ګلو ګیډۍ کیښوده.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS