اغېزناکه رهبري

عبدالجبار وحدت 
د ملي بودیجې لوی رئیس

د رهبرۍ له نوم سره تاسي ټول بلد یاست، چي رهبري اغېز شیندل، کاریزما، الهام بخښل او خلک سم او مناسب لور ته سوق کولو ته وایي. د رهبرۍ ډېر زیات ډولونه لرو او هر یو ډول ئې حالاتو، اوضاع او د خلکو پوهي ته په کتو خپلي ګټي او جانبي عوارض لري. په ځینو برخو کي مشارکتي، په ځینو برخو کي دیکتاتوري، په ځینو برخو کي ډیموکراتیکه رهبري د پام وړ پایله ورکوي.
بناءً (Effective Leadership) هغه رهبري ده، چي وګړي او منابع په اغېزمن ډول رهبري کوي او مشخص اهداف تعقیبوي.
دلته بحث تر ډېره تطبیقي دئ، ځیني د خپل ماموریت تجربې هم درسره شریکوم.
په دې لیکنه کي د اغېزناکي رهبرۍ پر ځینو ځانګړنو باندي لنډ بحث کوو. هیله لرو، چي د هیواد ځوان نسل که په هره اداره کي په دنده بوخت وي یادي ځانګړني د خپلي رهبرۍ په کاري چوکاټ کي مدنظر ونیسي
اغېزناکه رهبري باید علمي وي:
د اغېزناکي رهبرۍ غوره ځانکړنه دا ده، چي باید علمي اوسي، ټول تصامیم علمي وي او له علمي روشونو څخه ګټه پورته سي.
روښانه او لوړ لرلید:
 یو ښه رهبر او په یوه ښه رهبري کي باید روښانه لید موجود وي، اهداف باید مشخص وي؛ مثلاً: زه غواړم د هیواد ملي بودیجه په سم ډول مدیریت کړم دلته هدف واضح سو .
روښانه پلان درلودل:
په اغېزناکه رهبري کي کارونه پلانیز کارول په کار دي؛ ترڅو چي د پلان په اساس چاري پر مخ ولاړي نه سي تر هغه وخته موږ هدف ته نه سو رسېدلای، چي هدف تر لاسه نه سو، سمه رهبري ئې نه سو بللای. بناً په اغېزناکه رهبري کي پلان نهایت مهم دئ.
د مؤثري مفاهمې درلودل:
په اغېزناکه رهبري کي د مفهامې او ارتباطاتو بحث ډېر مهم دئ، مفاهمه نهایت بنسټيز څیز دئ، په رهبري کي باید ارتباطاتو، غوږنیوني او دې ته ورته مواردو ته جدي پاملرنه وسي.
منطقي تصمیم نیونه:
په اغېزناکه رهبري کي پر خپل وخت مناسبه تصمیم نیونه ډېره مهمه ده، په ستراتیژیک مدیریت کي د تصمیم نیوني یو مهم بحث مطرح کېږي او په تصمیم نیونه کي بې ځایه تلوار او بې ځایه ځنډ دواړه تاواني دي. باید د معلوماتو او دقیقي ډاټا په اساس مناسب عقلاني تصمیمونه ونیول سي.
ټیم جوړونه: په اغېزناکه رهبري کي په ټيم جوړولو باندي تاکید کېږي؛ ځکه کارونه په ټيمي شکل پر مخ وړل کېږي، ډېری وخت انفرادي کارونه هیڅ درسته نتیجه نه ورکوي.
ستراتیژیک فکر درلودل
په اغېزناکه رهبري کي د اوږدمهاله فکر او ثبات فکر ډېر مهم دئ، په رهبري کي باید یوازي نن ورځ مدنظر و نه نیسو د یوه سازمان ډېر اوږد عمر باید مد نظر ونیول سي. د لنډ مهاله او اوږدمهاله افکارو تر منځ تعادل ساتل مهم دي، همدارنګه د چاپېریال تحلیل، فرصتونه پېژندل او مناسب پلان جوړول مهم بحثونه دي .
عادلانه برخورد:
په اغېزناکه رهبري کي عادلانه برخورد ډېر مهم دئ،که ځیني چال چلندونه د شخصي عقدې په اساس ترسره سي، مؤثره رهبري ئې نه سو بللای.
د احترام د فضاء حاکمیت:
په اغېزناکه رهبري کي د متقابل احترام فضا حاکمه وي او د متقابلې فضا حاکمیت د رهبرۍ مؤثریت زیاتوي.
نفوذ درلودل:
په اغېزناکه رهبري کي د نفوذ بحث ډېر مهم دئ، مثبت نفوذ درلودل د رهبرۍ ډېره مثبته ځانګړنه ده.
ثبات درلودل:
په اغېزناکه رهبري کي د ثبات بحث ډېر مهم دئ، مثلاً یو تصمیم نیول کېږي داسي نه وي، چي سبا له هغې خبري بیرته په شا سي، یا نن په اداره کي ښه وضعیت وي، مګر نږدې راتلونکي کي دا وضعیت خراب سي، مهم ئې دوام او ثبات دئ.
انګېزه ورکول:
په اغېزناکه رهبري کي د الهام ورکولو بحث ډېر مهم دئ، ډېری وخت د غیر الهام ورکولو په حالت کي د کار خلک زړه ماتي سي، علت ئې همدا وي. بناً اړتیا ده، چي انګېزه ماتحتو ته ورکړل سي.
انعطاف قبلول:
په اغېزناکه رهبري کي انعطاف ډېر مهم دئ، له حالاتو او بدلونونو سره په ځینو ستراتیژیو، پالیسیو او تصمیمونو کي معقول انعطاف یقیناً ډېر مهم دئ.
جرئت :
په اغېزناکه رهبري کي د جرئت مندانه کړنو بحث یو مهم اصل دئ، دا د ارواپوهني یو بحث هم دئ، چي مشکوک باید و نه اوسې، مطلق هو او نه باید معلوم سي، ډېری رهبران تاسي ووینئ کاري جرئت نه لري، هم ئې چاري ځنډېږي او هم د رهبرۍ اغېز هلته کم وي. یوه خبره ډېره مشهوره ده؛ که څه هم ممکن علمي نه وي، مګر د اغېزناکي او جرئت مندانه رهبرۍ څرګندویي کوي، وایي د سلو زمریانو مشري، چي یو پسه کوي، د دې په نسبت دا ډېره ښه ده، چي د سلو پسونو رهبري یو زمری وکړي.
حساب ورکونه:
په اغېزناکه رهبري کي د حساب ورکوني بحث ډېر مهم دئ، ځکه په دې رهبرۍ او سازمان باندي د ولس باور رامنځته کېږي او په پایله کي کاریزما ورسره زیاتېږي.
زده کړه ییز چاپېریال
په اغېزناکه رهبري کي علمي او د زده کړي چاپېریال ډېر مهم دئ، هلته باید نوښتونو او نویو زده کړو ته په پراخه کچه زمینه سازي وسي.
اورېدونکې فضا: په اغېزناکه رهبري کي باید یوه اورېدونکې فضا وي، د مراجعینو او خپلو داخلي کارمندانو نظرونه باید واورېدل سي، ترڅو یوه ښه او مطلوبه پایله تر لاسه سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .