ولایتونو مستوفیانو ته روزنیز ورکشاپ جوړ سو

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۹:۱۳
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کي، د ولایتونو مستوفیانو ته روزنیز ورکشاپ د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړ کړ.
په دغو مراسمو کي اداري مرستیال مولوي حمد الله زاهد، د عوایدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي او د ولایتونو مستوفیانو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق، په پرانیستې وینا کي وویل، چي له دغه روزنیز ورکشاپ څخه ښه ګټه واخلئ او هغه څه مو، چي زده کړل عملي ئې کړئ، ځکه له عمل پرته علم اغېز نه لري. نوموړي مستوفي صاحبانو ته په خطاب کي وویل، چي ستاسو مسؤلیت ډېر اړین دئ؛ ځکه تاسو په ولایتونو کي د مالیې وزارت استازي یاست. خپلو مسئولیتونو ته مو پام کوئ، له والي صاحبانو سره د همغږۍ ترڅنګ په حمیده اخلاقو او مهربانۍ د خلکو ستونزي ور حل کړئ.
د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي حمد الله زاهد، مستوفیانو ته ښه را غلاست ووايه او زیاته ئې کړه، چي الحمد الله د کمونیستي او سیوسیالیسټي نظام له پرځولو وروسته د مجاهدینو په مټ یو اسلامي او فکري نظام رامنځته سوی، چي په مالي، اداري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کي بریالی دئ. هغه له مستوفیانو څخه وغوښتل، چي په ولایتونو کي د مالیې وزارت د استازو په صفت خپل کارونه په ښه او صادقانه توګه مخته یوسي او د یوه مسلمان په توګه ئې ځواب ویونکی و اوسي.
د کندهار ولایت مستوفي الحاج ملا حکمت الله آخند (ملا محمد رفیق) د مستوفیانو په استازیتوب له دغه پروګرامه خوښي څرګنده کړه او د مستوفیت د ارزښت په پام کي نیولو سره ئې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

خبر

د یادوني وړده، چي دغه پرواګرام د یوې اوونۍ لپاره ترسره کېږي او د مالیې وزارت، عوایدو لوی ریاست، خزاینو لوی ریاست، بشري سرچینو ریاست، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د لیلام آمریت د مسئولیتونو او دندو، د برسۍ د اجراآتو، قانون نافذولو، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو، تدارکاتي طرزالعمل، مالي او حسابي چارو، خدماتي، قوانینو، مقررو، طرزالعملونو، د افمیس سیسټم له لاري د پروسیجرونو، د لګښتونو کاري پروسیجرونو، د تادیاتو پروسې او نورو اړینو موضوعات په تړاو مستوفیانو ته معلومات ورکول کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS